د چين دولت رئیس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۷ مه د کمبوډيا په پلازمينه پنوم پنه کې د دغه هېواد له لومړي وزير هون مانيټ سره خبرې وکړې او موافقه يې ورسره کړې، چې د نوې زمانې لپاره د چين او کمبوډيا د ټولو اقليمونو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
دواړو مشرانو همدارنګه ۲۰۰۲۵م کال د چين او کمبوډيا د سېلانۍ کال په نوم نومولی دی.
شي جين پيګ وويل، چين به د پخوا په څېر له کمبوډيا ملاتړ وکړي، چې له خپل ملي وضعيت سره سم د مناسبه پرمختيايي لاره ووهي ،سالمه حکومتوالي وکړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لامهم رول ولوبوي.
شي جین پينګ هيله وښوده، چې دواړه هېوادونه دې د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو د ګډ برخليک ټولنې جوړول يوه نوې پيلامه وبولي او له فرصتونو په ګډې اخيستنې يې اړوند پلانونه ښه تطبيق کړي، خپلمنځي يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، د نړيوال پرمختګ، نړيوال خونديتوب او نړيوال تمدن د نوښتونو پلې کول ګړندي کړي، خپلمنځي سياسي متقابل باور ټينګ کړي، د لالوړ کيفيت همکارۍ پراخې کړي، امنيت په لاښه توګه تضمين کړي، کلتوري تبادلې زیاتې او ستراتېژيکې همغږۍ تقويه کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.
هون مانيټ د کمبوډيا د اقتصادي پرمختګ او خپلواکۍ په برخو کې د چين د ملاتړ په پار له شي جین پينګ څخه مننه وکړه او ويلي يې دي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او له چين ملاتړ کوي چې خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وساتي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې کمبوډيا له چين سره پر دوستۍ ټينګار کوي او غواړي له چين سره د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اړيکې وساتي، د امنيت په برخه کې ستراتېژيکې همکارۍ پیاوړې او خپلمنځي دوستي نوره هم ټينګه کړي.