په داسې حال کې چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ له کمبوډيا څخه په رسمي لېدنه بوخت دی، د چين ميډيا ګروپ، د کمبوډيا د اطلاعاتو وزارت، د فرهنګ او هنر وزارت، د سيلانۍ وزارت او شاهي اکاډمۍ د اپريل په ۱۷مه نېټه په بنوم پن کې په ګډه د دواړو هېوادونو د کولتوري تبادلې فعاليت تر سره کړ.
دغه راز د چين او کمبوډيا د خبري رسنيو د ملګرتيا ميکانيزم جوړ شوی، د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي تبادلې خپرونې پيل شوې، د پرانيستې فضا سينما لسمه غونډه پيل شوه. د چين ميډيا ګروپ او د کمبوډيا د څو حکومتي څانګو او خبري رسنيو تر منځ يو لړ واقعي همکارۍ طرحه شوې دي. د کمبوډيا د خلکو ګوند مشر او د سنا مجلس رئيس سامديچ هون سين دې فعاليت ته د مبارکۍ پيغام واستوه. په دې فعالیت کې د دواړو هېوادونو سياسي، اقتصادي، کولتوري، اکاډميکو او رسانه يي ادارو نږدې ۲۰۰ ميلمنو ګډون کړی و.