د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره يو ځل بيا له چین څخه وغوښتل چې لومړی دې له ده سره تماس ونيسي.
هغه ویلي، دا ضرور ده چې چین له امريکا سره موافقې ته ورسېږي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې هه يونګ چيان د اپريل په ۱۷مه نېټه په دې هکله وويل، چې د تعرفو د زياتوالي يواړخيز اقدامات په بشپړه توګه د امريکې لخوا پيل شوي او دې یوه چیني اصطلاح کارولې ”چا چې زنګ را ځوړولی، هماغه دې يې خلاص کړي.“
چين پر امريکا غږ کړی، چې سمدلاسه له سخت فشار او تور لګولو څخه لاس واخلي او د متقابل احترام او مساواتو پر بنسټ له چين سره خبرې اترې وکړي، تر څو د نظريو توپيرونه حل کړي.
نوموړې زياته کړه، چې د چين د سوداګرۍ وزارت تل د امريکا له سيالانو سره د کاري کچې اړيکې ساتي. چين څرګند دريځ لري او په اقتصادي او تجارتي ساحه کې له امريکا سره د سلامشورو لپاره خلاصه رويه غوره کوي.