د ملګرو ملتونو یونیسکو د اپريل په ۱۷مه نیټه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، د چین درې مستند میراثونه د نړۍ د یادګار په نوملړ کې شامل شوي او دوه جیولوژیکي پارکونه د نړۍ د جیوپارکس شبکې سره یوځای شوي.
په راپور کې ویل شوي چې د ۷۴ نویو مستند میراثونو په شاملېدو سره، په لیست کې د میراثونو عمومي شمیر ۵۷۰ ته ورسید.
تر هغه وخت پورې، په چین کې ټول ټال ۴۹ جیولوژیکي پارکونه په دې شبکه کې د شاملیدو لپاره تصویب شوي او دا شمیره په نړۍ کې لومړی مقام نيسي.