اسيا او افريقا د نړۍ دوه لویې وچې دي، چې څه باندې ۱۱۰ هېوادونه لري او نفوس يې د نړۍ تقريباً ۷۰ سلنه نيسي.
استعمارګرو د دغو دواړو لويو وچو پر ډېرو هېوادونو خېټې اچولې وې، خو تر ډېرو سختو مبارزو وروسته یې ازادي او خپلواکۍ اخیستې او اوسمهال یې اقتصادونه د چټک پرمختګ په حال کې دي.
په نړۍ کې لا هم د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ لوی توپیرونه موجود دي، اسيا او افريقا لا تراوسه د اقتصادي کمزورتيا، ټيټې علمي او تخنيکي سويې او د مستعدو کسانو د کمبود په شمول له يو لړ ستونزو سره مخ دي او پر وړاندې يې د بېوزلۍ، ناروغيو، جګړې او تروريزم په شمول زياتې ننګونې پرتې دي.
اسيايي او افريقايي هېوادونه څنګه کولی شي، چې پر وړاندې يې پرتې ستونزې او ننګونې ليرې کړي او خلک يې نيکمرغه، ارام او د احترام وړ ژوند ولري؟
په نړۍ کې ګڼې ستونزې او ننګونې موجودې دي، چې له امله يې نړيوال اقتصاد متزلزل روان دی، خو بیا هم په همدغسې حالاتو کې د اسيا او افريقا د سمسورتيا هيلې راټوکېدلې دي.
د اسيا او افريقا د سمسورتيا د هيلو تمرکز: د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ
۷۰ کاله دمخه د اندونيزيا په باندونګ کې د اسياـ افريقا کنفرانس ترسره شو، چې پکې د يو موټي، دوستۍ او همکارۍ پر روحيې ټينګار وشو او دغه روحيه د استعمارۍ ضد او د ګډې ځانبسياينې په خاطر د اسيايي او افريقايي هېوادونو فکري بيرغ وګرځېد.
رئیس شي جين پينګ لس کاله دمخه يانې په ۲۰۱۵ کال کې د ياد کنفرانس د ۶۰مې کليزې په يادغونډې کې د ګډون پرمهال د اسيا او افريقا د سمسورتيا ارمان وړاندې کړ او ويې ويل، چې د دواړو لویو وچو هېوادونه بايد د اسيا او افريقا همکارۍ او د پرمختيايي هېوادونو د همکارۍ پر بنسټ د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پرمخ بوځي او د ګډو ګټو د همکاريو په محور باید د نوي ډول نړيوالې اړيکې جوړې کړي.
نړيوال تحليلوونکي وايي، چين د ګډو ګټو پر همکاريو ټينګار لري او له پرمختيايي هېوادونو او حتی ټولې نړۍ سره د دغه هېواد ګډې ګټې په پراخېدو او زياتېدو دي.
د ګډو ګټو همکاريو د عملي کولو بنسټ: ګډ کلتوري ارزښتونه
اسيا او افريقا غني کولتورونه او دودونه لري او تاريخي تګ راتګ يې د ګډو ګټو همکاریو لپاره ځانګړی ارزښتي بنسټ او زمينه برابروي.
د اسيا او افريقا سمسورتيا خوب نه، بلکې حقیقت دی
د اسيا او افريقا نژدې ۶ميليارډو خلکو له باندونګ کنفرانس نه تر اوسنۍ ډيجتلي زمانې او له ګډې ځانبسياينې نه د ګډو ګټو تر همکاريو پورې، په خپل عمل کې ښودلې، چې د اسيا او افريقا سمسورتيا يو خوب نه دی او نه هم کوم شعار دی، بلکې دا د عملي کولو واقعيتونه دي چې اوس پېښېږي.
چين نه يوازې د اسيا او افريقا سمسورتيا وړانديز کوونکی، بلکې لارښوونکی او عملي کوونکی يې هم دی.
چين او اسيايي او افريقايي همکاران يې په څواړخيزو همکاريو د نړيوالو اړيکو جوړښت بيا تنظيموي، د نړيوالې ادارې د موډل د بدلون او د نړيوالو پرمختيايي موډلونو د اسيايي او افريقايي نمونو د جوړولو په هڅه کې دي.
د اقتصادي قوانينو بيا قايمېدل: د اسيا او افريقا همکارۍ د پرمختګ عجایب رامنځته کوي.
۱. اسيايي او افريقايي هېوادونه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په ترڅ کې يو له بل سره د ټرانسپورټي پيوستون او تخنيکي تبادلو ګډې هڅې کوي، څو هر يو يې په کور دننه ځانګړي صنعتي ځنځيرونه جوړ کړي او د طبيعي سرچېنو د صادراتو اتکا ليرې او د خپلواک پرمختګ وړتياوې لوړې کړي.
۲. د برېکس هېوادونو نوی پرمختايي بانک او د اسیا د بنسټیزو تاسيساتو د پانګونې بانک په شمول پولي ارګانونو د لوېديځو هېوادونو ترڅنګ پرمختيايي هېوادونو ته د پانګو راټولولو بل چينل برابر کړی دی.
د اسیا د بنسټیزو تاسيساتو پانګونې بانک تر ۲۰۲۵م کال پورې پرمختيايي هېوادونو ته ۴۴.۷ ميليارډه ډالره پورونه منظور کړي، چې په سلو کې ۵۸ يې د افريقا او اسيا وروسته پاتې سيمو کې د زېربناوو د جوړولو لپاره لګول کېږي.
۳. د افريقا د ازادې سوداګرۍ سيمه او د سيمه ييزې هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون (RCEP) سره نښلول شوي، چې د پولې اېخوا د تعرفو په سويه کې يې ۳۷ سلنه ټيټوالی راوستلی دی.