د بېجینګ ۱۵م نړیوال فلمي فیسټوال د اپریل په ۱۸مه نېټه د بېجینګ د یان چي جهیل د کنفرانس او نندارو په مرکز کې پرانیستل شو.
د بېجینګ د ګوندي کمېټې دایمي غړې او د سږني فیسټوال د تشکیلاتي کمیسیون دایمي مرستیالې رئیسې سون جون مین، د چین میډیا ګروپ مرستیال عمومي ایډیټر فان یون په جلا توګه د یاد فیسټوال پرانیستونکو مراسمو ته وینا وکړه.
د بېجینګ په سږني نړیوال فلمي فیسټوال کې د ۱۰۳ هېوادونو او سیمو ۱۷۹۴ فلمونه د تیان تان جایزې په سیالۍ کې برخه لري، دغه شمېر د تېر کال په نسبت ۱۸ اعشاریه ۹ سلنه زیات شو او نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.