په افغانستان کې د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول یوازې یو اقتصادي اقدام نه دی، بلکې دا د یو ملت د ژغورنې، د خلکو د هیلو، او د حکومت د بقا لپاره حیاتي اړتیا ده. اوسنی وضعیت د افغان سرپرست حکومت نه یوازې حکومتي وړتیا ازمېیي، بلکې له دې حکومت د ژور فکر، ژور لید او عملي ګامونو هیله هم کیږي.
په دې وروستیو کې د بېکارۍ کچه په ټول هېواد کې په بېسارې توګه لوړه شوې، بازارونه سوړ حالت لري، او له بهرنیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ هم چټکه شوې ده. دغه هر یو عنصر د کار بازار ته نوی فشار واردوي، چې که ورته جدي پاملرنه و نه شي، ښايي ټولنیزې، امنیتي او سیاسي ستونزې لا پسې ژورې شي.
حکومت باید وپوهېږي چې د اوسني پانګوال چاپېریال محدودې اسانتیاوې د دې ستر فشار د زغملو توان نه لري. که څه هم یو شمېر پخواني فرصتونه موجود دي، خو بسنه نه کوي. پانګهوالو ته د مالیې، اجازو، ځمکو، برېښنا، بانکي آسانتیاوو او د قانوني خونديتابه په برخو کې لا هم ستونزې شته، چې د هغوی لیوالتیا یې کمه کړې ده.
په داسې حال کې چې د بیکارۍ کچه د زرګونو نویو ځوانو فارغانو او له بهره را ستنو شوو کسانو له امله لوړېږي، حکومت باید ژر تر ژره یوه نوی اقتصادي تګلاره اعلان کړي. دغه تګلاره باید د سیمو، سکتورونو، او ملي اړتیاوو پر بنسټ جوړه شي. د کرنې، لاسي صنایعو، کانونو، ټرانسپورټ، معلوماتي ټکنالوژۍ، او انرژۍ په برخو کې د هدفمندې پانګونې لپاره باید مشخص فرصتونه، سیمې، او مشوقونه اعلان شي.
د پانګوالو د جلب لپاره یوازې شعارونه بسنه نه کوي. حکومت ته پکار ده چې د داخلي او بهرنيو پانګوالو باور ترلاسه کړي. دا کار یوازې هغه مهال ممکن دی چې قانون حاکم وي، پانګه خوندي وي، کاري چاپېریال شفاف وي، او ادارې له فساد څخه پاکې وي. په همدې موخه باید د یو پنځه کلن “اقتصادي تحول پلان” د پیل لپاره ګام پورته شي چې د اوږدمهاله پانګونې تضمین وکړي.
افغان پانګوال، خصوصي سکتور، او بهرني شرکتونه ټول د یو روښانه پیغام او ثبات غوښتونکي دي. حکومت باید هغوی ته ښکاره کړي چې افغانستان د پانګونې لپاره چمتو دی، خنډونه به له منځه یوسي، او د شریکو ګټو پر اساس به د پانګوالو ملاتړ کوي. د دې تر څنګ، د افغان کډوالو له بېرته راتګ سره هم باید داسې یو سیستم رامنځته شي چې هغوی د کار موندنې امکانات ولري او له نویو مهارتونو ګټه واخلي.
د کار فرصتونه یوازینی حل دی چې د مهاجرت لړۍ دروي، د بېکارۍ ګراف را ټیټوي، د کورنیو عواید زیاتوي، او د خلکو باور پر حکومت ډیروي. همداراز، اقتصادي بوختیا د ټولنیزو ستونزو لکه فقر، جرمونو، او نا رضایتۍ مخنیوی کوي، چې له بده مرغه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.
نو ځکه، که افغان سرپرست حکومت غواړي چې فشارونه کم کړي، ملي وحدت وساتي، او د نظام مشروعیت پیاوړی کړي، نو باید د پانګونې لپاره نه یوازې نویو فرصتونو ته لاره هواره کړي، بلکې موجود فرصتونه هم معیاري، اسانه، او پراخ کړي. دا کار به نه یوازې د افغانستان اقتصاد وژغوري، بلکې د میلیونونو وګړو د راتلونکي لپاره به هیلې هم را ژوندی کړي.