له ګوزڼ یا پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ په هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین له پیل خبر ورکړ. دې بنسټ پر خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا کمپاین به سبا دوشنبه پیل شي. دې بنسټ له کورنیو غوښتي، چې خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي. له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ دا نهدي ویلي، چې دا کمپاین به څو ورځې او په کومو ولایتونو کې ترسره شي. افغانستان او پاکستان یوازني هېوادونه دي، چې ګوزڼ یا پولیو پهکې تر اوسه له منځه نهده وړل شوې. د یادونې ده، چې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه په ۲۰۲۵ کال کې له بادغیس ولایت څخه ثبت شوې ده.