رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي او دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل لاهم د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په لټه کې دی. یادو سرچینو زیاته کړې چې پر ایران د اسراییلو برید په تړاو د ډونالډ ټرمپ له مخالفت سره سره، اسراییلو راتلونکې مې میاشت کې پر ایران برید نهدی رد کړی. په ورته مهال د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په روم کې د ایران او امریکا د استازیو ترمنځ د اټومي مذاکراتو پیل سره هممهاله په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې اټومي وسلو ته د ایران نه لاسرسي ته ژمن دی. بلخوا نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې اسراییلو د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره امریکا ته بېلابېلې طرحې وړاندې کړې دي.