د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري کابل کې د قزاقستان د سفارت د چارسمبالي او د دغه هېواد د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د رییس یرکین توکوموف په حضور “د افغانستان – قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه” په نوم علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او دغه برخه کې د پراختیا لپاره پر شته فرصتونو خبرې شوې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، دغه غونډه کې یرکین توکوموف د افغانستان او قزاقستان د اړیکو نوي فصل ته په اشارې ویلي، نږدې راتلونکي کې به د قزاقستان ګڼ لوړپوړي پلاوي کابل ته سفرونه وکړي. د هغه په خبره، الماتا کې د مرکزي اسیا او افغانستان د باثباته پرمختګ مرکز چې تازه د ملګرو ملتونو له لوري جوړ شوی، راتلونکي کې نویو فرصتونو ته لار هواروي.