د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله نن ورځ ۱۰ نیمې بجې د درې اړخېزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کوي. د یاد ولو وړ ده، چې افغان لوبډلې په دې لوبلړۍ کې له سریلانکایي لوبدلې ماتې منلې؛ خو په تېره لوبه کې یې ایرلنډۍ لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې ده په دې درې اړخېزه لوبلړۍ کې د افغانستان الف لوبډلې سربېره د سریلانکا او ایرلنډ الف لوبډلې برخه لري.