د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶ کیلومتره په اوږدوالي د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ټولګټو چارو وزارت د پروژو تخنیکي مسوول انجنیر شېرحسن خوشیوال ویلي چې یاد سړک د کښته میوند ولسوالۍ اړوند د سفوزو او شکور کارېز تر منځ جوړېږي او د جوړېدو چارې به یې د اوو میاشتو په موده کې په معیاري ډول بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه سړک به ۶ متره سور ولري او د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د ترانسپورټ او تګ راتګ په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.