د اپرېل په ۲۰مه نېټه يو اورګاډی، چې پکې د ۱۴ ميليونو يوانو په ارزښت او د ۲ زرو ټنو په وزن مالونه بار وو، د چين د چونګ چينګ ښار د توان جيې کلي له سټېشن څخه د ازبکستان په لوري وخوځېد.
د دغه اورګاډي حرکت د چين له چونګ چينګ ښار څخه منځنۍ آسيا ته د باروړونکو اورګاډيو د نوبتي مسير د پرانيستنې نښه ده. په دې مسير کې به هره مياشت ۲ باروړونکي اورګاډي له چونګ چينګ ښار څخه د شينجيانګ د هورګوس بندر او قزاقستان له لارې د ازبکستان پلازمينې تاشکند ته رسېږې، چې ټول مزل يې نږدې ۴۷۰۰ کيلومتره دی او ۱۲ ورځې لګوي.
د دې اورګاډيو په رڼا کې منځنۍ آسيا ته د چونګ چينګ د تصديو د صادراتي توکو ټرانسپورټي وخت ۳۰٪ کميږي.