د چين د بازار د نظارت ادارې د اپريل په ۲۱مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې، د تېر مارچ تر پايه پورې په دغه هېواد کې د ثبت شويو شخصي تصديو شمېر له ۵۷ ميليونو څخه اوښتی دی او د تصديو د عمومي شمېر ۹۲ اعشاريه ۳ سلنه برخه يې جوړه کړې.
د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ ربع کې په چين کې يو ميليون او ۹۷۹ زره نوې شخصي تصدۍ جوړې شوې، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاريه يو سلنه زياتوالی او د تېرو درېيو کلونو د زياتوالي د منځني انډول په پرتله لوړوالی ښيي.