د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۹مه نېټه د ګابون جمهوريت منتخب ولسمشر برايس کلوټاير اوريګي نګويما ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په دې پيغام کې ویلي، چې چين او ګابون لرغونې دوستي لري، په دې وروستیو کلونو کې، د دواړو هېوادونو متقاوبل سیاسي باور کې زیات شوی، په مختلفو برخو کې یې ګټورې همکاريزې پایلې ترلاسه کړې او د مرکزي ګټو او مهمو اندیښنو په اړه یې يو له بله په کلکه ملاتړ کړی دی.
ده ویلي: زه د چین او ګابون ترمنځ اړیکو پراختیا ته ډېر اهمیت ورکوم، او غواړم له منتخب ولسمشر نګويما سره يو ځای د چین او افریقا د همکارۍ فورم د بېجینګ سرمشریزې پایلې د پلي کولو له فرصت څخه په ګډه ګټه پورته کړو، د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيز ستراتیژیکې همکاريزې اړيکې په ژوره او عملي توګه پرمخ بوځو او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوو.