د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د ا.ا د اړوندو ادارو او د یوناما سربــــېره په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بېځایه شويو د ستونزو او هغوی ته د حللارو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه. مولوي عبدالکبير، په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او له کډوالو سره یې زور زیاتی له زغم لرې یاد کړی چې د دواړو ملتونو تر منځ د کرکې پیدا کولو سبب ګرځي. هغه د ا.ا له ادارو سره په همغږۍ د نړیوالو ادارو لهخوا مرستې د کډوالو او بېځایه شويو د ستونزو حل په برخه کې اغېزمنې بللې او ټينګار يې کړی چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې راستانه شويو او کورنیو بېځایه شویو ته متمرکزې کړي.