د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د زراعتي محصولاتو د کیفیت تشخیص یو معیاري لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل وايي، چې دغه لابراتوار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خصوصي سکټور په مالي ملاتړ د سبو، میوو، حبوباتو او نورو زراعتي محصولاتو د کیفیت د لابراتواري ارزونې په موخه جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې دا معیاري لابراتوار د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوی او ورسره به کروندګر، سوداګر او د زراعت اړوند بنسټونه وکولای شي د خپلو محصولاتو کیفیت د علمي وسایلو له لارې وڅېړي او په ملي او نړیوالو بازارونو کې یې سیالۍ ته چمتو کړي.