ایران وايي، چې له چین سره به د واشنګنټن او تهران ترمنځ د اټومي مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرېاترې وکړي. د الجزیزې د راپور پر بنسټ، ایران هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې او په نړۍوالو مذاکراتو کې خپل دریځ پیاوړی کړي. بلخوا ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن بیجینګ ته ځي څو د تهران او واشنګټن د غېرمستقیمو مذاکراتو په تړاو له چینايي چارواکو سره سلا مشورې وکړي. له دې مخکې ایران له امریکا سره د خپلو اټومي مذاکراتو په تړاو د روسیې نظر هم را اخیستی و. ایران هیلهمن دی، چې د نوي اټومي تړون د ترلاسه کولو او له چین سره د لا زیاتو سلا مشورو او همکارۍ له لارې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره نور ګامونه پورته کړي.