د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره د کرنې او مالدراۍ برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي. بیکدلي دې کتنه کې ویلي هېواد یې غواړي له افغانستان څخه غوښه وارد کړي. د نوموړي په وینا، ایران د دې سربېره په «ایران اکسپو ۲۰۲۵ کال» نندارتون کې د افغانستان ګډون او د اوبو د نویو سیسټمونو برخه کې پانګونې ته لیوال دی. ورته مهال صدراعظم عثماني ویلي، چې د کارپوهانو له لوري ایران ته د غوښې د صادراتو اقتصادي ارزونه روانه ده. عثماني دغه راز له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ ټینګار کړی دی.