د چين د سوداګرۍ وزارت ارقام ښيي، چې د سږکال په لومړۍ ربع کې د دغه هېواد د عمده او پرچون سوداګرۍ د زياتوالي اندازه ۳ تريليونه او ۳۰۰ ميليارډه يوانه وه، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۸ سلنه زياته شوې او د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت ۱۰ اعشاريه ۴ سلنه برخه جوړوي.
د ښارونو او کليو بازارونه ګرم او مصارف زيات شوي دي. د سږکال په لومړۍ ربع کې د چين په ۵۰ مهمو سلانيزو سړکونو او سوداګريزو سيمو کې د سيلانيانو شمېر او د سوداګرۍ اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۵ اعشاريه ۷ سلنه او ۵ سلنه زياتوالی شيي. په کليو کې انلاين سوداګري د پرمختګ په حال کې ده او د انلاين پرچون خرڅلاو ارزښت يې ۶۶۹ ميليارډه او ۷۵۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي.