د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د اپريل په ٢١مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې ویلي، امريکا په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت د ادارو او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې حکومت پر ۶ چارواکو غير قانوني يو اړخيز بنديزونه لګولي، د هانکانګ او د چين په کورنيو چارو کې يې سخته لاسوهنه کړې او له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه يې جدي سرغړونه کړې ده.
ده ویلي، چين دغه ناوړه عمل په کلکه غندي او د چين د بهرنيو بنديزونو ضد قانون له اړوندو مقرراتو سره سم، پرېکړه شوې چې د امريکا د کانګرس پر هغو غړو، چارواکو او د غیر دولتي سازمانونو پر هغو مشرانو به بنديزونه ولګوي چې د هانکانګ په اړوندو مسئلو کې يې ناوړه مداخله کړې ده.
ده دغه راز ویلي، چین امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هانکانګ مسئلو په اړه د امریکا لخوا هر ډول غلط اقدامات به د چین له ټینګ او متقابل ځواب سره مخ شي.