په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان په سیمه کې د اقلیمي بدلون له یو لړ سختو پایلو سره مخ هېواد دی. یوناما ویلي چې ناپایداره کړنې، ککړتیا او د عامه پوهاوي نشتوالي په افغانستان کې د چاپېریال ویجاړولو بهیر چټک کړی دی. یاد بنسټ په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې غوښتنه کړې ده. یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې څاه ګانې او سیندونه په وچېدو دي او د اوبو کمښت پر یوه ملي ناورین اوښتی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ویلي چې کلونو ځنګلونو وهلو د افغانستان طبیعي پوښښ له منځه وړی دی. د یوناما له خوا په خپاره شوي پيغام کې راغلي چې د تودوخي زیاتوالي، اوږدې او پرلپسې وچکالۍ او چاپېریالي فشارونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.