د پاکستان لپاره د امریکا تازه ټاکل شوي سفیر د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ همکاري په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اړینه ده. ویلیم تاد ویلي، په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او دغې موخې ته د رسېدو لپاره د امریکا او پاکستان همکاري ګټوره او اړینه ده. نوموړي ویلي، ټول هېوادونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ګډې ګټې پېژني. ده په خپلو خبرو کې ویلي، اسلام آباد د داسې شرایطو په رامنځته کولو کې کليدي رول لوبولی، چې د افغان حکومت او طالب مشرانو د سولې خبرو اترو تاریخي پیل ته يې لار هواره کړې ده؛ خو اوس پاکستان د سیاسي خبرو اترو هوکړې ته د رسېدو لپاره د هڅو په ملاتړ کې خورا اړین رول لوبولی او غواړي، چې ۴۰ کلن جنګ پای ته ورسیږي. تاد زیاته کړې؛ دا د پاکستان لپاره یو فرصت دی، چې په سیمه کې نوی او غوره رول ولوبوي.