د پیسو نړۍوال صندوق (ای ایم ایف) خبر داری ورکړی، چې د پاکستان اقتصادي وده کمه شوې ده او ښایي دغه وده یوازې ۲.۶سلنه وي. ایاېماېف ویلي، چې د سوداګریزو ترینګلتیاوو زیاتوالی به د نړۍوالې اقتصادي ودې مخه ونیسي. یاد صندوق د سې شنبې په ورځ د امریکا، چین او ډېری هېوادونو د اقتصادي ودې وړاندوینې راکمې کړي او علت یې د امریکا لهخوا لګول شوي تعرفې وبللې، چې اوس د تېرو سلو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي. دا نوې ارزونه چې د ایاېماېف لهخوا د “نړۍوال اقتصادي لید” تر نوم لاندې خپره شوې، یوازې لس ورځې وروسته له هغه چمتو شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې ټولو سوداګریزو شریکانو پر صادراتو عمومي تعرفې اعلان کړې او د ډېرو هېوادونو لپاره یې د لا لوړو تعرفو اعلان هم وکړ. که څه هم دا لوړې تعرفې لا تر اوسه ځنډول شوې دي، خو د پاکستان پر صادراتو به شاوخوا ۲۹سلنه تعرفه وضع شي.