د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ ویلي چې د دغه هېواد ملکي او نظامي سکټورونو له پخوا راهیسې يو له بل ټينګ ملاتړ کړی او دا د دوی ښه صفت دی.
هغه هدایت کړی چې اړوندې ادارې باید په راتلونکي کې هم د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د مفکورې په رڼا کې او همدارنګه د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې اصلاحات ژور کړي، اړوندې تګلارې او ميکانيزمونه دې اصلاح کړي او د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د نظامي او ملکي سکټورونو ترمنځ د اړيکو په پراختيا کې دې نوي پرمختګونه ومومي.