د چین دولت رییس شي جين بينګ د اپرېل په ۲۳ مه په بېجينګ کې د آذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره خبرې وکړې او دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ټينګېدل اعلان کړل.
شي جين پينګ وويل: موږ نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ټینګېدل اعلانوو او اړوندې ادارې به مو يولړ همکاريز سندونه هم لاسليک کړي، چې پدې سره به د دواړو هېوادونو اړيکې لازياتې معناوې ولري.
شي جين پينګ بارو ښودلی چې چين ته د ولسمشر الهام علي یف روان سفر به ډېرې لاسته راوړنې ولري.
علي یف وویل چې هېواد يې د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار لر او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ، د نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن په اړه د چين له مفکورې او نوښتونو ملاتړ کوي.