سپينې ماڼۍ ته د امريکا د ولسمشر ټرمپ پر راستنېدو کابو درې مياشتې اوښتي، خو نوموړی د عامه منفي افکارو په محاصرې کې سخت ګیر شوی دی.
د امريکې ۳ پخوانيو ولسمشرانو په جلا جلا توګه غږېدلي او د ټرمپ د حکومت په اړه يې خپلې نظريې څرګندې کړې دي. که څه هم دوی په خبرو کې د ټرمپ يا د بل کوم کس نوم نه دی په ګوته کړی، خو امريکايي رسنيو د دوی خبرې د ټرمپ د حکومت د تګلارو پر ضد يادې کړي او هغه دود يې مات کړی، چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر پر برحال ولسمشر له علني انتقاد څخه ډډه کوي.
ددې ترڅنګ، د ټرمپ د کډوالو او تعرفو تګلارې د عامو خلکو د سختې نارضايتۍ سبب ګرځېدلي او د دغه هېواد په زياتو سيمو کې لاريونونه رامنځته شوي دي.
بر سېره پر دې، د ټرمپ حکومت د زرګونو بهرنيو محصلينو د ویزو د لغوه کولو له امله له عدلي تعقيب سره مخ دی.
د کليفورنيا ايالتي حکومت محکمې ته له تعرفو څخه د ناوړې استفادې په تور د فډرالي حکومت پر ناقانونه کړنو دعوا وړاندې کړې ده.
د امريکا ۳ پخوانيو ولسمشرانو يو پر بل پسې د ټرمپ د حکومت په اړه منفي ارزونې کړې دي.
باراک اوباما د اپرېل په ۳مې نېټې په هاميلټون پوهنځي کې په خپلې وينا کې پر امريکايي پوهنتونونو او نورو سازمانونو د ټرمپ د حکومت تدبيرونه غندلي او د ځوابي اقداماتو غوښتنه يې کړې ده.
جوبايډن د اپريل په ۱۵مې نېټې په چيکاګو کې وينا کړې او د ټولنيز ضمانت د لګښتونو د کمېدو په مناسبت يې د حکومت د مؤثريت ادارې د مسوول ايلن ماسک غندنه کړې ده.
بيل کلينټن د اپرېل په ۱۹مې نېټې اوکلاهوما ښار د فډرالي ودانۍ د چاودنې پېښې د ۳۰مې کليزې مراسمو ته وينا کړې او د دغه ښار د يووالي طريقه يې له اوسني وضعیت سره پرتله کړې ده.
تاريخ پوهان او شنونکي د امريکا د پخوانيو ولسمشرانو له لوري پر برحال ولسمشر علني او سخت انتقادونه نادر بللي او دا یې په دغه هېواد کې، چې ۳ پخوانيو ولسمشرانو يو پر بل پسې پر اوسني ولسمشر نيوکې کړي، يو بې ساری وضعيت ياد کړی دي.
په امريکا کې لاريونونه څپه په څپه را پورته کېږي
سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ له راستنېدو څخه درې مياشتې تېرې شوي، خو په همدې مودې کې د امريکا په بېلا بېلو سيمو کې لاريونونه رامنځته شوي دي.
په روان اپرېل کې د دغه هېواد په ټولو ۵۰ ايالتونو کې له زرو زيات لاريونونه شوي او په تېره بيا په پلازمېنې واشينګټن کې د فډرالي حکومت له دندو څخه د زياتو کارکوونکو د ايستلو په شمول د ځينو تګلارو پرضد لاريونه په عادي مسير بدل شوي دي.
په امريکا کې د اپرېل په ۱۹مې نېټې د لاريونونو څپه يو ځل بيا راپورته شوې او د دغه هېواد د پلازمېنې واشينګټن، نيويارک، سن فرانسيسکو او بوسټن په شمول د مهمو ښارونو په سړکونو کې خلک راغونډ شوي وو او د ډونالډ ټرمپ له تګلارو سره یې مخالفت ښودلی دی.
لاريونوالو ادعا کوله، چې د کډوالو د شړلو، د فډرالي حکومت د ډېرو کارکوونکو د رخصتولو او د لوړو تعرفو په ګډون د ټرمپ د حکومت ډېرو تګلارو د خلکو پر ژوند اغېز کړی او د دوی حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي. دوی ويلي، اوسنی حکومت له اساسي قانون څخه سرغړونې کوي.
لاريونوالو د ټرمپ د مشخصو تګلارو په اړه نارضايت او ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ښايي د ټرمپ د تګلارو له امله د دغه هېواد ميکانيزم ويجاړ او اساسي قانون يې له بحران سره مخ شي.
د ټرمپ پر حکومت دعوې د زياتېدو په حال کې دي
د امريکا د بلومبرګ خبري اژانس شمېرې ښيي، چې له تېرو څه باندې دوو مياشتو راهيسې، د ټرمپ پر حکومت د دعوې قضيې له ۱۵۰ څخه زياتې شوې دي.
په تېرو څو اونيو کې د امريکا د حکومت له خوا د زرګونو بهرنيو محصلينو د ويزو او يا قانوني هويت د لغوه کولو اغېزې پراخې شوې دي.
سلګونو بهرنيو محصلينو د اپرېل په ۱۸مې نېټې د امريکا فډرالي محکمې ته دعوا وړاندې کړې او ترې غوښتې يې دي، چې د دوی قانوني هويت اعاده او د ډونالډ ټرمپ د تګلارې د تطبيق مخه ونيسي.
د هارورډ پوهنتون د پروفيسورانو ډلې د بوسټن يوې فډرالي محکمې ته دعوا وړاندې کړې، چې د نژدې ۹ ميليارډو ډالرو په اندازه له دغه پوهنتون سره د فډرالي حکومت د مرستې د کنګل کېدو مخه ونيسي.
بر سېره پر دې، په امريکا کې د ټرمپ د تعرفو سياست هم له سخت مخالفت سره مخ دی.
د کليفورنيا والي نيوسوم د اپرېل په ۱۶مې نېټې د تعرفو په برخه کې د ټرمپ پر حکومت دعوا کړې او له تعرفو څخه د نوموړي د ناوړې استفادې کړنه یې د قانون خلاف بللې او ويلي يې دي، چې د ټرمپ دغه کړنه به د امريکې اقتصاد متزلزل او سخته ګډوډي به راپورته کړي.