د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د دغه هېواد سفیر دیمیتري ژیرنوف سره پر امنیتي همکاریو خبرې کړې دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي. د نوموړي په خبره، حقاني د کابل په اړه د مسکو وروستي اقدامات ستایلي او دا یې «د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام» بللی دی. قانع ویلي چې دواړو لوریو د دیپلوماتیکو اړیکو لوړول او سفارتي کچې ته رسول او د متقابل تعامل، امنیتي او سوداګریزو همکاریو ژمنې کړې دي.