د غور ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۹ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. سرچینې رسنیو ته ویلي چې دغه سړک د مرکز فیروز کوه ښار په صادق علي کلي کې د څه باندې یونیم میلیون افغانیو په لګښت رغول کیږي. د یادونې وړده، چې د دې سړک په رغولو سره به یاد ښار ته د دغې سیمې د اوسېدونکو په تګ راتګ او دغه راز د کرنیزو محصولاتو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې برابرې شي.