د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارين سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي، لوجستيکي همکاریو پر پراختیا، اوسپنې پټلۍ جوړونې او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي. ملا محمد عیسی ثاني ویلي، چې د افغانستان ا.ا له قزاقستان سره په اقتصادي، سوداګرۍ او ټرانسپورټي برخو کې د اړيکو پراختیا ته لېواله دی. ورته مهال ښاغلي ژومانګارين ویلي، چې قزاقستان غواړي تورغونډۍ -هرات پر اوسپنې پټلۍ د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي او په هرات ولايت کې يو معياري ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړکړي.