د افغانستان بانک اعلان کړی، چې په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره راتلونکې شنبه، ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي. د یاد بانک نن پنجشنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې «شنبه، د غويي ۶مه» ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.د افغانستان بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. یاد بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي. د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»