د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اپرېل په ۲۳ مه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد خارجه وزير وانګ يي به د روانې مياشتې له ۲۵ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې په قزاقستان کې د چين او منځنۍ اسيا د بهرنیو چارو وزيرانو په شپږمه غونډه، د چين او قزاقستان د بهرنيو چارو وزيرانو په ستراتېژيک ډيالوګ او همدارنګه په برازیل کې به د برېکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ۱۵مه غونډه او د برېکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړپوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.
ګوه جيا کون ويلي، په برازيل کې د برېکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو جوړېدونکې غونډه به په دغه سازمان کې د اندونیزيا له ګډون وروسته د بهرنيو چارو وزيرانو لومړۍ غونډه وي او چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره په ګډو هڅو لاجامعې، نږدې، عملي او ټولشموله همکاريزې اړيکې ټينګې او څواړخيزم او عدالت وساتي او د برېکس د غړو ترمنځ همکاریو ته باکيفيته وده ورکړي.