د امنیت مسئله نه یوازې د یو هېواد د خلکو پر خوندیتوب پورې اړه لري، بلکې پر نړیوالې سولې او پرمختګ هم اغیزه کوي او د ټول بشریت راتلونکی ټاکي.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۲۱مه نېټه د لومړي ځل لپاره بواو اسیايي فورم د کلنۍ غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د نړيوال امنيت وړانديز وکړ.درې کاله وروسته دغه وړاندیز له ۱۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو ملاتړ ترلاسه کړ او د دغه وړاندیز پر بنسټ د چین او نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ له ۱۲۰څخه ډېر دوه او څو اړخیزو همکاریزو سندونه لیکل شوي دي.
دا وړاندیز څلور اساسي ټکي لري، لومړی د امنیت پر عمومي مفهوم ټینګار لري یعنې امنیت یوازې نظامي برخه نه، بلکې د اقتصاد، مالي چارې، روغتیا، چاپیریال، غلې دانې او انټرنېټي شبکې هم په برکې نیسي.
دوهم ټکی دا دی چې د ټول شموله امنیت پر اصل ټینګار وشي او د یو هېواد امنیت د نورو هېوادونو د نا امنۍ په بیه ممکن نه دی.
درېیم، د امنیت په برخه کې دې پر همکارۍ ټینګار وشي او یو له بله دې ملاتړ وشي. هېوادونه باید یو له بل سره د تقابل یا ټکر فکر له ذهنه وباسي او په ګډه له مختلفو امنیتي ننګونو سره مقابله وکړي.
څلورم، د دوامدار امنیت ننګه دې وشي او په دې برخه کې دې یو له بل سره همکاري وشي او دایمي امن او ټیکاو ته دې کار وشي.
چين د نړیوال امن لپاره نه یوازې وړاندیز کړی، بلکې د دغه وړاندیز عملي کېدو ته ژمن هم دی.
په ۲۰۲۳ کال کې د چین په منځګړیتوب ، سعودي عربستان او ایران ډیپلوماتیکې اړیکې بیا ټینګې شوې. له دې څخه څرګندېږي چې خبرې اترې د جګړې په پرتله دوامداره امنیت ترلاسه کولی شي.
چين د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له سازمان سره همکاري کړې او په افریقا کې د زراعتي ټینکالوژۍ پرمټ هلته د غنمو او وریجو په حاصلاتو کې دوه چنده زیاتوالی راغلی او د قحطۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمې شوې دي نو له دې څخه ثابتېږي چې “د خوړو خونديتوب” د ټولنيز ثبات بنسټ دی.
دا وړاندیز په نړیواله کچه ستایل شوی دی اود ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال ګي رایډر په شمول یو شمېر شخصیتونو دا یو ښه اقدام بللی دی. رایډر دې ته اشاره کړې چې د نړیوال امنیت وړاندیز د سولې او امنیت د اوسنيو عاجلو او بېړنیو مسئلو د حل لپاره مؤثر تمامېږي.
هغه ویلي چې د یوې بې نظمې نړۍ د امن لپاره دا وړاندیز د ټولو په ګټه او هیله بښونکی دی.