یوې هندي رسنۍ اې اېن ای راپور ورکړی، چې نن د جمعې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر اړوند د کنټرول کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د پوځيانو تر منځ ډزې شوې دي. تر اوسه پورې د دغې نښتې له امله د زیانونو مالومات نه دي ورکړل شوي. سرچینې چې د هند له پوځ سره تړاو لري ویلي، چې د هند پوځ هم ځواب ورکړی دی. تر اوسه پورې د هند او پاکستان حکومتونو په رسمي توګه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د مرګ ژوبلې یا زیانونو راپور ورکړل شوی دی. د هند او پاکستان ترمنځ حالات وروسته تر هغې ترینګلي شو، چې وړمه ورځ د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۵ تنه سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.