د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۶زره ۵۷کورنیو ته خوراکي توکي او نغدې پیسې ویشل شوي دي. د مسوولینو په خبره دا مرسته د جوزجان په مرکز شبرغان ښار او د جوزجان په یو شمېر ولسوالیو کې بې وزلو او اړمنو کورنیو ته ویشل شوې ده. د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند ثمرالدین نوري په ویلي، چې ۱۰ زره ۶۹ کورنیو ته خوراکي توکي او ۵زره ۹۸۸کورنیو ته نغدي پیسې ویشل شوې دي. د جوزجان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند زیاته کړې، چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا په افغانستان کې ویشل شوې ده.