د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خبر ورکړی، د روانې غويي میاشتې په ۸مه نېټه به یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال د ایران په اکسپو نندارتون کې ګډون وکړي. په دغه نندارتون کې به افغان سوداګر او پانګوال په ۸۰ غرفو کې افغاني کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي. د مالوماتو له مخې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ د تولید خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي، چې ۲۲۰ افغان سوداګر او پانګوال پکې شامل دي، د اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون کې ګډون وکړي. د ایران د اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون به د یوې اونۍ لپاره په تهران کې ترسره شي، چې له ۹۴ څخه زیاتو هېوادونو پانګوال او سوداګر به پکې ګډون وکړي.