د روغتیا نړیوال سازمان د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د کمولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي، خو دا لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي. یاد سازمان په افغانستان کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په پانګونې ټینګارکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د اپریل ۲۵مه د ملاریا د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده؛ ترڅو د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د ګډې مبارزې پر اهمیت ټینګار وشي. د جمعې په ورځ، د مې په ۲۵مه، دې سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې په افغانستان کې د ملاریا سره د مبارزې لپاره په مساوي چلند او زیان منونکو ډلو، په ځانګړې توګه کډوالو، امیندواره میرمنو او ماشومانو ته د طبي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.