په داسې حال کې چې د اسلاماباد او ډیلي ترمنځ روان تاوتریخوالی زیاتیږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هند او پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي. ډونالډ ټرمپ په کشمیر کې تاریخي شخړو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه د دواړو هېوادونو له مشرانو سره بلد دی، خو هغه د دواړو هېوادونو د مشرانو سره د اړیکو په اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ. په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ترینګلې شوې دي.