د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په زنخان او اجرستان ولسوالیو کې د کوه سورخ چکډېم د جوړوېدو او د دبائي کانال د رغولو چارې د ۷ میلیونه، ۵۷۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسولین وایي، چې دبائي کانال ۳۱۸ متره اوږدوالی لري او د کوه سورخ چکډېم ۴۹.۶ متره اوږدوالی او شپږ متره لوړوالی لري، چې د ۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د یادو پروژو چارې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت او د غزني ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي. دیادولو وړ ده، چې په دې پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او سېلابونه به کنټرول شي.