په کابل کې د امریکا سفارت له لورې په خپرې شوې اعلامیه کې په افغانستان کې له مېشتو امریکایي وګړو غوښتنه شوې ده چې له افغانستانه ووځي. په اعلامیه کې راغلي، چې د خپلو وګړو د روغتیا او امنیت په اړه یې دا پرېکړه کړې ده. په اعلامیه کې دغه راز تر بلې خبرتیا پورې د دغه سفارت د کونسلي چارو او دغه راز د ټولو خدمتونو د ځنډولو خبره هم شوې ده. اعلامیه کاږي، سفارت له ټولو امریکایي وګړو غوښتنه کړې ده چې د تګ لپاره دې له تجارتي الوتنو ګټه واخلي. په خبرې شوې اعلامیه کې دانه دي ویل شوي چې ایا دا خبرتیا د دغه سفارت پر کارکوونکو هم تطبیقېږي او کنه.