د اذربایجان ولسمشر الهام حیدر اوغلو علياف له چین څخه د ليدنې په ترڅ کې د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې.
نوموړي په مرکه کې ويلي، چې هر ځل چې چین ته راځي، نوی پرمختګ، د اساسي تأسيساتو نوې پروژې، نوې ودانۍ او ښکلي ښارونه يې لیدلي دي. هغه د چين د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او په نړۍ کې د چين د رغنده رول په اړه مبارکي څرګنده کړې. د هغه په وينا، د چين ګړندي پرمختګ او پياوړي تحول دا ښودلي، چې دغه هېواد سمه لار غوره کړې او د چین د عصري کېدو او اصلاحاتو تجربې د ډېرو هېوادونو لپاره د زده کړې نمونه ده.
نوموړي ویلي، چې اذربایجان د څواړخيزتوب کلک ملاتړی دی او هيله يې ښودلې، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سره همکارۍ زياتې کړي.