د رسنيو د نوښت څلورم نړیوال فورم د اپرېل په ۲۵مه نېټه د چين د شان دونګ ولايت په چو فو ښار کې تر سره شو.
دغه فورم د چین مېډیا ګروپ او د شان دونګ ځايي حکومت په کوربتوب ترسره شو. د ۹۵ هېوادونو او سيمو د نړيوالو سازمانونو، رسنيزو ارګانونو، چيني او بهرنيو فکري مرکزونو او نړیوالو شرکتونو څه باندې ۳۰۰ کسانو په انلاين او افلاين ډول په دې فورم کې ګډون کړی و.
د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دې فورم کې ويلي، چې ارګان يې په مسلسلو څلورو کلونو کې د رسنيو د نوښت نړيوال فورم ترسره کړی او پر دې یې ټينګار کړی، چې د ورخلاصون او ټولشمولیت پر بنسټ د تمدنونو د تبادلې پلتفورم جوړ کړي او د عصر په رڼا کې د تمدنونو د ګډې ابادۍ لپاره هڅه وکړي.
سربېره پر دې د نړۍ د پوهنې ملکيت حق سازمان عمومي مدير دارېن تانګ ياد فورم ته د مبارکۍ پيغام هم لېږلی و.