د چین د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د بهرنۍ پانګونې د کارولو په اړه معلومات خپاره کړل. د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې په چین کې د بهرنۍ پانګونې له خوا د نوي تاسیس شويو تصدیو شمېر ۱۲۶۰۳ زیات شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي او د واقعي استعمال شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ اعشاریه ۸ سلنه یانې ۲۳/۲۶۹ میلیارده یوانه کمې شوې دي.
که څه هم د کارول شوې بهرنۍ پانګې مقدار کم شوی، خو د تېرې جنورۍ او فبرورۍ په پرتله، د کمښت انډول ۹ اعشاریه ۶ سلنه ټيټ شوی. سربېره پر دې، په مارچ کې د کارول شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ اعشاریه ۲ سلنه زیاتې شوې چې دا ښه فعالیت دی.
د چين د رينمين پوهنتون استاد وانګ شياو سونګ په دې اند دی چې په پېچلي نړيوال چاپېريال کې د کوښت د کچې ټيټوالی ډېر ګران کار دی. د دې تر شا د بهرنيو پانګوالو له خوا د چین بازار ته خپل قوي باور او اوږدمهاله ژمنتیا څرګندېږي.
د بهرنۍ پانګې لپاره، په ۲۰۲۵ کال کې یو څرګند تمایل دا دی چې په چین کې د بهرنۍ پانګې د پراختيا برخې لازیاتې شوې. دا په ځانګړې توګه د خدماتو په چارو کې څرګنده نښه ده.
د چین د سوداګرۍ وزارت د اپرېل په ۱۸مه نېټه د خدماتي چارو د ورخلاصون د ګړندي کولو لپاره عمومي ازمایښتي کاري پلان خپور کړ کوم چې ۱۵۵ ازمایښتي دندې يې روښانه کړي. په مخابراتي، طبي، سوداګریزو، کلتوري او سیلانیزو برخو کې به بهرني شرکتونه په چین کې د سوداګرۍ کولو لپاره ډېر ډګرونه ولري.
بهرني پانګه اچوونکي په عمده توګه په چین کې د پانګونې د ګټو لوړې کچې ته ډېره پاملرنه کوي. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د مستقيمو بهرنيو پانګونو د ګټو کچه ۹ سلنه ده چې په نړۍ کې سر او ستر مقام لري.
په دوامداره توګه غوړېدلی سوداګریز چاپېریال د بهرنۍ پانګونې لپاره قوي جذب رامنځته کړی دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې، د بهرنۍ پانګونې د ثبات لپاره د ۲۰۲۵ کال عملیاتي پلان په چين کې پلی شوی چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د پرمختګ لپاره لا پياوړي نظامي ملاتړ برابروي.
د لومړۍ ربعې د بهرنۍ پانګې معلومات ښه پيل شوي او چين به د نړيوالې پانګې د هرکلي لپاره پرانیستې تګلارې پلې کړي. وخت به ثابته کړي چې چين د بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې يو ښه، خوندي او هيله من ځای و، دی او تل به وي.