د ایران د بهرنیو چارو وزير سید عباس عراقچي د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د منځګرتوب وړانديز کړی دی. په کشمېر کې پر سېلانیانو تر بريد او د هند او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتیا وروسته د ایران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچې ویلي: «تهران چمتو دی چې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ خپلې ښې اړيکې وکاروي؛ چې په دې سخت وخت کې د زیات تفاهم فضا رامنځته کړي. جیونیوز هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د اعلاميې له مخي ویلي، په سختو وختونو کې تهران چمتو دی چې د هند او پاکستان ترمنځ د تفاهم ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي. له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې هم ويلي و، چې تهران چمتو دی د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د سیمه ییز ثبات د ودې لپاره رول ولوبوي.