د ایران د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بندرعباس په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته لوړ شوی دی. دیاد وزارت وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د پېښې ۲۰۰ ټپيان له روغتونونو رخصت شوي خو ۳۰۰ ټپيان بیا تراوسه په روغتونونو کې دي. بلخوا له بندرعباس څخه یوې ځایي سرچینو رسنیو ته په یوه لېږل شوي ویډیو کې ویلي، چې د بندر رجایي د چاودنې له امله د دوی په اداره کې ۲۳ ښځې وژل شوې دي. دوی په دغه ویډيو کې زیاتوي، چې د چاودنې څپې دومره زوروې وې چې د خلکو سترګې یې سختې زیانمنې کړي او په روغتونونو کې ډاکټرانو له یو شمېر ټپيانو لاسونه هم پرې کړي دي. ایراني چارواکي وايي، چاودنه د تېلو ډېپو کې شوې ده، خو لامل یې لا مالوم نه دی.