د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو په کویټه ښار کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري اېستلو په غبرګون کې لاریون کړی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دغه لړۍ ودروي. د راپور له مخې، لاریونوال د کویټې ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو او د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو تګلارې خلاف یې شعارونه ورکول. ګډونوالو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې له لسیزو راهیسې مېشتو افغانانو ته دې تابعیتونه ورکړل شي. د دوی په خبره لوېدیځ هېوادونه کډوالو ته د پنځو کالو اوسېدو وروسته تابعیت ورکوي؛ خو پاکستان د څلوېښتو کالو وروسته هم کډوال اېستلو ته اړ باسي. دغه لاریونونه داسې مهال کېږي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې او د جبري اېستنې دویم پړاو یې پیل کړی دی.