د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي، چې په نهرین ولسوالۍ کې د ۶۶ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې. یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر قاري محمد امیر امیري ویلي، چې د ملي او دودیزو لوبو مدیریت د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ۶۶ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې. نوموړي زیاته کړه چې د دغو سیالیو په پایله کې ۳۳ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل. د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول ښودل شوی دی.