د چین او منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو ۶مه غونډه په ځايي وخت د اپريل په ۲۶مه نېټه په الماتا کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د قزاقستان د صدراعظم له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير نورتليف، د قرغزستان د بهرنيو چارو له وزير کوروبايف، د تاجکستان د بهرنيو چارو له وزير محردين، د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير سيدوف، د ترکمنستان له استازو او د چين او منځنۍ اسيا د ميکانيزم له سرمنشي سره يو ځای په دې غونډه کې ګډون وکړ.
وانګ يي د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه د چين ۵ وړانديزونه وړاندې کړل.
لومړی، موږ باید خپلمنځي باور او سوله وساتو.
دوهم، موږ بايد د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړو.
درېیم، موږ باید د میکانیزم جوړولو ته دوام ورکړو.
څلورم، موږ باید پر عدل او انصاف ټینګار وکړو.
پنځم، موږ باید د نسلونو په اوږدو کې ملګرتیا وساتو.
وانګ يي د دغې غونډې په ترڅ کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره هم دوه اړخيزې خبرې اترې وکړې.