د امریکا د لوړو تعرفو تګلارې له پلې کېدو راهیسې، د دغه هېواد بېلا بېل اقتصادي شاخصونه غورځېدلي دي.
د پيسو نړيوال صندوق د نړيوال اقتصاد د لرليد په راپور کې د امريکا د ۲۰۲۵م کال د اقتصادي پرمختګ اټکل ډېر ټيټ کړی او د جنورۍ د اټکل په پرتله يې په سلو کې صفر اعشاريه نهه ښکته کړی دی، چې دا په پرمختللو اقتصادونو کې د ټيټوالي تر ټولو زياته اندازه ده.
د امريکا د ميچيګان پوهنتون راپور ښيي، چې په روان اپريل کې د امريکايي مشتريانو د باور شاخص د ۲۰۲۲م کال له جون راهيسې ټيټې کچې ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې په امریکا کې د وزګارۍ او د اقتصادي پرځېدا ارزونې هم ډېرې لوړې شوې دي.
د امريکا د ماليې پخواني وزير هينري ساميرس خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن د لوړو تعرفو تګلاره ښايي د ۲ ميليونو امريکايانو د بېکارۍ او د هرې امريکايي کورنۍ د ۵ زرو ډالرو عايداتو د کموالي سبب وګرځي.
سي اېن اېن په یوې لیکنې کې ويلي، په امريکا کې ډېری پانګوال د لوړو تعرفو د منفي اغېزو له امله اندېښمن دي او د پانګو د ایستلو په هڅه کې دي.
بله خوا چین، چې امریکا یې پر توليداتو ډېرې لوړې تعرفې لګولي، د امریکايي محصولاتو پر وړاندې ځوابي تدبیرونه نيولي او د نړیوالو تصدیو لپاره خوندي بندر بلل کېږي.
نيويارک ټايمز څو ورځې مخکې یوه لیکنه « د تعرفو په توپان کې، ډېرې کمپنۍ چين خوندي بندر بولي» خپره کړې ده.
په دې لیکنه کې راغلي، د امریکې د تعرفو د راپارول شوي جنجال له امله د نړیوالې سوداګرۍ وضعیت ډېر ترینګلی شوی او ډېرې تصدۍ نه غواړي، چې په دغسې ناثبت دوران کې په خپلو عرضي او تولیدي ځنځیرونو کې بدلون راوالي. د ليکوال په خبره، ګڼ شمېر تصدۍ چين تر ټولو با ثباته او د وړاندوينې وړ ځای بولي.
د چین د وارداتو او صادراتو نندارتون او د چین د مصرفي توکو نړیوال نندارتون چې څو ورځې مخکې پای ته ورسېدل، ګډونوالو تصدیو او د لاسلیک شویو تړونونو ارزښتونو یې نوي ریکارډونه جوړ کړي دي. چین د ثابتو تګلارو د پلې کولو ترڅنګ د خپل توان پیاوړتیا او بازاري پراختیا ته دوام ورکوي او نړیوالو همکارانو ته یې پوره ډاډ او باور ورکړی دی.
د سراسري جنوب د سوداګرۍ همکاریز مرکز سلاکار ضمير احمد اوان ویلي، د امریکا د لوړو تعرفو تر تګلارو وروسته د نړیوالې سوداګرۍ بدلون یو تاوېدونکی ټکی دی.
د بارکلايس بانک د اقتصادي چارو کارپوه لاجدیکسا رسنيو ته ويلي، د امریکا بازار چې له شلو کلونو راهیسې يې ډېرې پانګې راجلب کړې وې، اوس د کمزورېدو په حال کې دی او هلته مېشت نړیوال پانګوال د لا ښه بازار په لټه دي.
چین د ټکنالوژۍ په برخه کې د لیدو وړ بریالیتوبونه لري او د نړیوالو پانګوالو علاقې او پاملرنې يې راجلب کړي دي.
ټرمپ څو ورځې مخکې اعلان کړی، چې ښايي پر چیني محصولاتو لګول شوې تعرفې ډېرې کمې کړي.
والسټریټ په یوې لیکنې ويلي، د ټرمپ د تعرفو تګلاره د پولي بازار د ترینګلتیا، د مصرفي توکو د بیو د لوړتیا، د خلکو د اندېښنو د زیاتېدو او د مختلفو هېوادونو د پراخ مخالفت سبب ګرځېدلې ده.
د یادولو ده، امریکې څو څو ځلې ویلي، چې له چین سره یې سوداګریزې خبرې پیل کړي، خو د چین لخوا بیا بیا رد شوې دي. بېجينګ وايي، واشنګټن باید د نړۍ د پام اړولو په پار جعلي څرګندونې ونه کړي، بلکې صمیمي او پرېکنده خبرې او مشورې باید پیل کړي.