د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون له پاکستان او ایرانه هېواد ته ۵۸۳ کورنۍ را ستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تورخم له لارې ۲۵۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۰۰۰ تنه غړي، ثبت او بایومیټریک شوي دي. سرچینې زیاته کړې، ۲۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۶۶ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې په ورته وخت کې پرون د سپین بولدک له لارې ۱۸۹کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۳۰۰ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.